اوښکې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39951
احمد جاويد منګل
دخبریدو نیټه : 2010-10-28

نۀ  خوښېدې  مې  دا   شېبې   د  اوښکو
خو  تقدير    راوستلې  شپې    د   اوښکو
ما  د  کافر   اوښکې  زغملی   نۀ    شوې
 نن  سترګې  ډکې   پښتنې   لۀ   اوښکو
پرېښوم چې يار داسې مې ساه هم پرېږدي
که  څو  پرې  وکړمه   جرګې  د    اوښکو
د    زړګي    درد    مې    لۀ  دوا   وتلی
پڼو  نيولي       دي     جڼډې   د   اوښکو
جار دې! بيا سترګو   پښتنو   بلې     دي
 د  خيال  پۀ  قبر  ستا  ډيوې   د  اوښکو
رسوايي ستاغواړي چې اوښکې وڅښم
خو  غم   دې  غواړي  پلوښې  د  اوښکو
پرېږده چې وينو په ځای اوښکې توی کړم
خدايږو    زړې  ښکاري کيسې  د  اوښکو
 جاويد خلاصون ګران  و  هم  وايي به چې
 مرګ يې کړې  خلاصې  زولنې  د  اوښکو
کويت  هېواد