زه دپالمه په مينه چې تل ګورم دخيالوکې
ما قسمت ستاد خوبونو لټولې تعبير وکې
ته به وايی بيلنډۍ يم دجنګونو په اسمان کې
زه هم زر يمه دسولې لټوه مې توروغرو کې
زه دجنګ په طوفانوکې مسافره د ملکو شوم
سوله مونږنه مرور ره جنګ تړلې ځنځيروکې
ته الهام دمينې راوړه محبت دژوندون نوم دی
سوله زمادعشق مرام ده يادومه يې غزلوکې
دافغان دوجود غوښی په باروتو کې ورتيږي
بارانونه وي داوښکو دحفيظ سترګې ليموکې