خوږې سندرې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40021
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-11-01

راته   وواته   خوږې   خوږې    سندرې
بس دی   بس دی  نور د غم  سپېرې  خبرې
سرو  رنګونو   يم   ولا  ډېر     وېرولی
شونډې   تورې   کړه    ليلا  راوړه   ګور ګورې
په تش  لاس   به  دې   جانانه  څنګه  خپل  کړم
ستا بڼو  خو  ماتې کړي دي  لښکرې
ډکوي خپلې  وړې  وړې  مښوکي
په لمبو  شيندي  اوبه سپينې  کوترې
خدايه  دومره  پاچايي  ، يي  په نصيب کړه
چې شي حورې  د اټک  غريب  نوکرې
       /   کامه