شعر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40030
اسدالله زمری
دخبریدو نیټه : 2010-11-01

 
 چې د بنګړیو شرنګ کی ورک شي د څپو شرهار
دا د ښکلا او موسیقي د ملک محشر نه ده څه؟

چې له وستله     د ځلمو   مسته    خندا غبرګه شي
دا د ژوندون د پسرلي   یو خوږ منظر نه ده څه؟

چې زیړی لمر    د سرو شرابو    جام ته غاړه وځي
دغه    شیبه    د بیخودۍ - یو مازیګر نه ده څه ؟!

چې د ریا له   کنجه   پټ شي    میکدې    ته روان
په زاهد دا ساعت دټول عمر اختر  نه ده   څه ؟

چې د وصال زیری سپوږمۍ په پلوشو کې دروړي
د عشق    بنده ته    دا حالت« حج اکبر» نه ده څه؟!

چې د غم او ښکې د کړي پاکې د احساس په ګوتو
شعر      مسیح ،شعر  دارو، شعر کوثر نه ده څه؟!