طنز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40051
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2010-11-02

وای دیموکراسي، واخ دیموکراسي !
 واه !په یوه نښه دوې مرغی ولې
هم پښتانه ټکوی هم مسلمان وهې
په جنګ کې دسولې کوې خبرې
په جنګ کې کوی ټاکنې سمي
وای دیموکراسي و اخ دیموکراسي
یو ورور ته وایي آغا بل ته بلا
یو ته وایې قتل وکړه بل ته وایي غلا
هر ورځ ژړوی زموږ  اتل پاچا
د هیواد په وداني نه یاست راضي
وای دیموکراسي و اخ دیموکراسي
په ټیغ سترګو لکه د سپو لاس تیروئ
 په وطنپرستو پرتوګاښ تنګوئ
په شوکمارو ډالرو باران  اوروئ
دا ټول کارونه مو دی مصنوعي
وای دیموکراسي و اخ دیموکراسي
یو ورورته وایاست ته  یې تر ټولو ښه
خو د بل  ورور دي د  مور څه او څه
وژني هغه  چې یې وینه نه ده سره
د ولس څټه مو ویسته په دې آزادي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
بی حیایي فحش او غلامو دود کړه
دشرق مشران مو په خپل سود کړه
د سرطان مرضونه مو دلته موډ کړه
ورکه دي دا نخشه شي دا بې باکي
وای دیموکراسي  واخ دیموکراسي
موږته خپل تخنیک او زور ښيې
په بې وسو  مو بمونه خوشي کوې
په کابینه ، شورا او پاچا طبله وهې
 تر څو د ولس سره کوی بدماشي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
د شپشتو پر ښاخ خيژوی بیړا
د اسلام هر خبره ګڼي ناروا
ځوانان  دی اخته کړل  په دوا
مشران مو اموخته کړه په غلامي
وای دیموکراسي  واخ دیموکراسۍ
مشران مو را کاڼه کړه
عالمان مو په ډالرو آموخته کړه
 دشلومبومچان مو نشه کړه
درته کوي افغان اردو سلامي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
ناوی  د سلو زومانودی کړ افغان
ځکه هر یو اخته  دی په خپل  ځان
د هر یوه هیر شوی خپل ایمان
دا ټوله دنیا د زور کوي پلوي
وای دیموکراسي  واخ دیموکراسي
ته خبرې د ښه ژوند او چړچو کوې
نه موږ، ته د خپلو ځانو کوې
یو په مرمۍ ولې بل ته لنګته ایږدې
ټوله پر موږ خپله اینه یخوي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
دیموکراسي دلته ډیر کړه تجاران
وطن هیر شو ټول شول چاره سازان
دشیطنت ډیر شول پروفیسران
پوهان مو شول ټوله سیاسي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
د نورو غلامان   زموږ واکداران شوه
ماشیني پیدا ډیر دلته  جنرالان شوه
وزګړي  د وطن  ملی اتلان شوه
مشران مو شول ټول مړ سترګي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
پر موږ دي غدارن کړه امران
زموږ مشران مو کړه بې ایمانان
 نااهله دی کړه پروفیسر  ان
غله به تر کومه دا هیواد لوټي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
موخه سوله نه ده له طالبانو سره
خبره  پخه  شوی د رقیبانو سره
دا وعده شوی د امریکایانو سره
هر چا ته يوه پاڼه ورکړ شوی ترانه وایي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
تورسپي څټلی لاس د افغان
جزګی خپل زوی بولی بخمل جان
دلته د سیاست ډیر شوی معتادان
 امران د خلکو له غمه خوب نه لري
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
هر خواته تارونه دی تارونه
هر خواته  وهل کیږي سازونه
 تر ښو دلته  ډیر کیږی بد کارونه
ټول ټیکه داران  امران دی غله اصلي
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي
دپیسو یې موږ ته جوړه کړه کعبه
افغانان مو په طواف کړه اخته
شیطانان موږ ته ښيي راسته
 د ټولو مشرانو کړه  وړه شوه شیطاني
وای دیموکراسي واخ دیموکراسي


کنایي
مړ سترګې ( بی پروا)؛ اینه په پخول( انتقام)؛ د شپشتو پر ښاخ خیژول( ختا ایستل)؛خپله پکښی کول(خپل مقصد په غلا حاصلول)
د سلو زومانو ناوی(  د بل په خوښه ژوند)؛ لنګته اچول ( مغلوبول)؛ژبه ټیغ سترګی (لق سترګی)، څه او څه( ښکنځل)