په پښتو که وشي ننګ بدلوي رنګ
څو خوږې کيسې د جنګ بدلوي رنګ
پېژندل د انسان ګران دي خو اکثره
چې لۀ چانه شي په څنګ بدلوي رنګ
مال ، عيال منم ددې نړۍ ښکلا ده
چا وې مرګ پرې د خپل چنګ بدلوي رنګ
هر زوړ شی لۀ منځه ځي چې مغرورنۀ شې
کلکه اوسپنه لۀ زنګ بدلوي رنګ
څۀ خبرې په خبرو ښې خلاصيږي
څۀ د تورو په غورځنګ بدلوي رنګ
زرزرين پتنګ که سکور شمعې لمبو کړ
جاوېد ستا لۀ غمه رنګ بدلوي رنګ