طنزیه شعرونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40078
عبدالهادي حیران
دخبریدو نیټه : 2010-11-03

 
(۱)
نن مې ښه د بوسو سخی کړو نن یې بیا مازغه خراب دي
یا رقیب کې شرم نشته یا زما مازغه خراب دي

د میینو منځ کې ټک شي دا کربوړی سر اوچت کړي
په وهلو یې میرات کړو د اشنا مازغه خراب دي

راته وايي په ښایست مې هره ورځ غزلې لیکه
ورته ویل مې مړې دومره لا د چا مازغه خراب دي

دلته حق د هر چا خوښ دی خو فقط د ځان لپاره
دا وطن مو ځکه وران دی د هر چا مازغه خراب دي

ډالر ډکې بوجۍ اخلي او په ارګ یې ننباسي
وزیران یې لوفران کړل د باچا مازغه خراب دي

هم طالب ته وسلې لېږي هم کرزی په پېسو ساتي
د ایران د احمدي ماما ریښتیا مازغه خراب دي

بیا د خپلو قاتلانو زنده باد ته راوتلي
یار حیرانه د دې خلکو خو ریښتیا مازغه خراب دي


(۲)
سیاف مې ښکل کړو فهیم نه جار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو
رباني ورور کړم د دوستم یار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو

رشوت مو کار دی ښه کاروبار دی، زما ملګری هر جنګسالار دی
دوی مې په کار کړل زه یې پکار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو

قیومه پاڅه ځان دې بیدار کړه، وخت دی د ګټې یاران هوښیار کړه
نارې مې ناورئ درنه بیمار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو

ایران دې ښاد وي ښه دې اباد وي، بوجۍ دې ډکې ښې په تعداد وي
ښه پرې بهار شوم ګل و ګلزار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو

ووټ مې ګټلی دوکه مې کړې، دوکه مې کړې دوکه مې کړې
ځانله مې نده تاسو له خوار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو

طالبه راشه دا ښه موقعه ده، مونږ سره یو شه چې ورځ مو ښه ده
ته مې سیګرټ شه زه دې نسوار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو

ورور ګلبدینه یاره شیرینه، په تا میین یم راکوه مینه
ته کرزی خان شه زه حکمتیار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو

ډله شوه جوړه ښه یارانه ده، کوو به جنګ سوله بانه ده
دا مې یاران شول زه یې سردار شوم، یا به یو کېږو ګنې ورکېږو

(۳)
عبدالهادي حيران

شاعر په لار د روغو خلکو ندى
شاعري کار د روغو خلکو ندى

زما اقرار لکه وعده د کرزي
خو ستا انکار د روغو خلکو ندى

هلته چې اخلي سپينې خلې په ټوپک
هغه بازار د روغو خلکو ندى

د پارلمان په لوري ځي لېوني
ورته تلوار د روغو خلکو ندى

حيران وفا غواړي او يار يې وايي
"دا کاروبار د روغو خلکو ندى"


(۴)
يا به سوله سوله وايم يا پښتون راپارومه
يوه غونډه جوړومه
دا چور کړي مې بس نه دى لږ يې نور هم چور کومه
يوه غونډه جوړومه

يوه غونډه جوړومه چې راټول کړمه چارواکي
څوک رييس به راته وايي څوک به غږ راته ماما کي
هم کوي به مې صفت هم شاباسى به راله راکي

زه به هم ورته لګيا يم يو څه بيم به غږومه
يوه غونډه جوړومه

يوه غونډه جوړومه چې مزې وي او چرچې وي
هلکان وي ملکان وي تماشې وي او غويمې وي
يا لندن وي يا پاريس وي يا کابل کې مې نشې وي

چې زه اخلمه خوندونه او دوى هسې کړومه
يوه غونډه جوړومه

يوه غونډه جوړومه چې راجوړه ستراتيژي کړم
په دې کې خو ماهر يمه چې ځان مې مداري کړم
جرګه دې وشرمېږي خو چې پښې خپلې قوي کړم

افغانان مې پکار ندي امريکا پرې غولومه
يوه غونډه جوړومه

يوه غونډه جوړومه چې ډالر شي راروان
د سولې نوم خرڅېږي نن په هر ګوټ د جهان
زه ځان لپاره نه وايم لرمه ډېر خپلوان

څه کار خو ضروري دى نو يو څه خو به کومه
يوه غونډه جوړومه

يوه غونډه جوړومه چې دا زړه مې شي لږ ښاد
بس غونى مې ځيګ ځيګ شي چې نوم ياد شي د فساد
نور هر څه برابر دي خو دې ټکي کړم برباد

حيرانه د همدې نه ځان په منډو پټومه
يوه غونډه جوړومه


(۵)
اشنا لاړو بې وفا شو خو ځه خېر دی
ښه پوهېږم چې خطا شو خو ځه خېر دی

ما پرې شل زره ډالر وو لګولي
خدای وهلی د بل چا شو خو ځه خېر دی

د رقیب سره په غلا کې نیول شوی
عالمونو کې رسوا شو خو ځه خېر دی

د پوډرو کاروبار ته مې زړه کېږي
یو وزیر که مې اشنا خو ځه خېر دی

یو کاندید له مې ووټ ورکړو ښه سړی و
چې وکیل شو نو بلا شو خو ځه خېر دی

یو شاعر دی هیڅ په هیڅه حیران شوی
نه د دین نه د دنیا شو خو ځه خېر دی