په ژوندون حساب په مړۀ يم او که نۀ يم
ګوره مرګ ته خولۀ په خولۀ يم او که نۀ يم
چې د څنګ ياران يې ځي دی ورته ګوري
ها زخمي غوندې مارغۀ يم او که نۀ يم
مياشت کړم هجر ستا شپوږمۍ نه راشه ګوره
نن سبا په ورکېدۀ يم او که نۀ يم
د حباب غوندې يو کور شوم څوک مې څۀ کا
که يم ، يم ، که نۀ يم ،نۀ يم او که نۀ يم
لکه پسه خلک په اور تور او ستي کړي
ستا لۀ غم تور داسې زۀ يم او که نۀ يم
د وفا وږمې دې زلفو ته لا غواړم
جاويد ستا يمه که ښۀ يم او که نۀ يم