تاو شوې بړبوکی غوندې چې تلې د شپې
پوه نۀ شوم قسم دی څۀ د وې د شپې
چا لټون به کړي سپينه سپوږمۍ ګني
نۀ وځي اکثره پښتنې د شپېې
دا دې عشق خواږۀ مې چې څکلي دي
نۀ مې دي ورغلې بيا لېمې د شپې
زړۀ درد مې لېمو په بڼ کې وګورئ
ستوري دي که اوښکې يا ډيوې دشپې
کوم ورۀ چې فنا کړه هاغه ورۀ ګړب ته
سترګې مې ور اوړي ډېرې شپې د شپې
بيا يې لکه شړق لۀ څڼو پورته کړ
راوړې چې وږمې هوا خوږې د شپې
مينې لېونی کړې تورې شپې دې خوري
خوار نۀ شې جاوېد ځې را ځې د شپې