يا!يا!يا!يا!يا!يا!يا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40129
عنایت دیدار
دخبریدو نیټه : 2010-11-06

يا!يا!يا!يا!يا!يا!يا!(؟؟؟؟)

شهوتونه دي لمبې دي
زه يم،جام دى اوګناه ده
زمالاسونه دي زماپښي دي
تورماښام دى اوګناه دى

خداېزده ومه اوكه نه وم!؟
چاحساب كړم ستاجهان كې
سمندروم غړمبېدمه
تاحباب كړم ستاجهان كې
دچازلفودچاسترګو
لاخراب كړم ستاجهان كې
خدايه!زه دې له توبونه
په عذاب كړم ستاپه جهان كې

زه کوکارې وهم غاپم
ستاکرم دخضر مخ دی
دچازلفوكې دې ورك كړم
تری تم دخضرمخ دی

طوافونه کوم له ځانه
دډېوې غوندې انسان يم
ستاپه ګوتوکې مې ژونددی
دنغمې غوندې انسان يم
خاموشۍ راته ويلي
دهغې غوندې انسان يم
بس يوڅوشېبې ژوندون دی
دنشې غوندې انسان يم

دفناله تصوره
په ژړامې وجودراووړ
بيايې ږدمه ستاپه پښوكې
دادى بيامې وجودراووړ


زه په نېشت مين به نه يم
لاس اوپښې به تکراريږي
اناالحق به ستوري اوري
مرتبې به تکراريږي
تابه ځان اوځان به تاکړم
تماشې به تکراريږي
مريدان به مې شي ستوري
شوګيرې به تکراريږي

هن !ذرې،ذرې مې راوړ
داوجوددې بېرته واخله
سوې ساندې كړه ترې جوړې
داسروددې بېرته واخله