يودردغوندې آرمان مې له پرهاره ويښوي
يوڅوک مې درنګين ژوندله مداره ويښوي
دوصل مجنوخياله لږيوڅوشېبې اوده شه
مجنوغوندې جنون مې ستالپاره ويښوي
دوخت مطربه !څنګه په هنردزه اوده کړم
خوسپين ياغي ضميرمې له خماره ويښوي
سپېڅلې حماسې دې لااودې ندي پښتونه
شملې دې دوياړونو له مزاره ويښوي
ځنځيردغلامۍ دې دومره هم نه يم وژلى
احساس دآذادۍ مې شرنګرهاره !ويښوي
چک