ستا راتګ
نن دا موسم ما ته د چا د راتلو زیرې کوي
نن دا موسم هم په ګډا په چورلکونو ښکاري
نن د دردونو د زخمونو خولې ګنډلې ښکاري
نن مې د فکر دمرغۍ وزرې خلاصې شولې
نن په ازادو هواګانو کې ګډا کوؤمه
دا ښتا د یاد قفس پخپله یو زندان ؤ ماته
نو ته چې راشې دې قفس نه به زه والوځمه
زما د فکر اېنو کې به ځلا هم راشي
زه به د زوند په دغه نوې تصویر
بلا رنګونه د خپل فن خواره کړم
د خبل غمونو دا درنه صندوقچه
دوخت درنو تیږو کې پټه کړمه
زه به د نوو خیالونو ایجاد
په نوي رنګ وکړمه
ته چې راشې