ټینګ باور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40173
محمدیوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2010-11-07

د  مینيګل نه  پاڼې تللي  اوس ډنډر  پاتې دئ
کلئ مو وران شو کلیوالو بس  کنډر  پاتې  دئ
خوا درقیب  لا سړه  نه ده او  اوس هم  تاویږي
ځکه  دکور خاوند  حیران  او قلندر  پاتې  دئ
د چنا ر و نو  سر ه  و سو لو  ما لي  ا و  ما لیا ر
اوبه  د ژوند چا  بندې کړي  وچ  ګودر  پاتې دئ
دکلي  خلک برمته  دي  دژوندون  په تور  کې
څو  چې نفاق پردئ  ټوپک او  زور اور پاتې دئ
دلته  یوه   توره  بلا  توره  شپه  کې  ګرځي  پټه
نومونه   ږد ي  د  بیلتانه  څو  مو  ټبر  پا تې  دئ
افغان  ولس  يي  دئ  ویشلئ  په خپل  کورکاله کې
بس  خالي  نوم اوس  د کابل  او  پیښور   پاتې دئ
څو  د  ا مو او  ا با سین   تر  منځ  یو نه  شي  ولس
د غه  بلا به  مونږه  خو ر ي دغه خطر  پا تې  د ئ
که غواړۍ  و اوسۍ  سرلوړي  په  خپل  کور او کلي
خپلو  کې   یو شۍ   دا  د  لوي  غفار  نظر   پاتې دئ
یوځل که لوي افغان جرګه شي خدمتګاره پوه شه
دا لوي وطن به بیا جوړیږي  ټینګ  باور  پاتې دئ
 مزدورزوی