هینداره کې مې مخ ته، راته سترګو کې خیره ده
د دنیا دردو کې ډوبه، ستړې شوې یوه څېره ده
لېمو کې یې قصې پټې، نا ویلې افسانې دي
په زرګونو پکې رازونه، د غمونو خزانې دي
په ستوني کې یې بنده، د عقدې ډکه ناره ده
په شونډو يې له ورایه د ماتم قصه ښکاره ده
پوښتنې هر نظر کې کړي، په لټه د ځوابونو
پرده توره کړي ایسته، له پوښتنو له رازونو
دنیا ډکه په چغو کړي، د کوم نغري ایره یم؟
تلاش کې زه د چا یم، بیا څوک یمه زه څه یم؟
منزل رانه ورک شوی، زه په کومه لار روانه
کاروانه نه پاتې شوې، ورکه شوې له خپل ځانه
پوښتنې وې، ګیلې وې، د ژوند ترخې قصې وې
شیبې وې تېرېدلې، د دردونو ترانې وې
ناڅاپه رانه ورکه شوه، هینداره کې خیره شوه
د ارمان ډکو لیمو کې یې د مرګ پرده خوره شوه
د ژوند د پای شېبې دي، نه ګیلې نه ګلمانې شته
مرګی ورته ولاړ دی، نه دلیل نه بهانې شته
نور به نکړي سوالونه، نه ځوابونه له چا غواي
هدیرې ته ده روانه، له کړکیچو فنا غواړي
خو خدایه نوره نکړې په دنیا د دې په شان څوک
چې د مرګ سلګۍ وهي، خو لا یې نشته په جهان څوک