څوک یې؟ چې زه دې هیره ولی نشم
څوک یې؟ چی زه دی پریښودلی نشم
نورمی وخیال ته څه فکرونه راوړی
څوک یې؟ چی زه دی پیژندلی نشم
تل په نازو اوپه نخروکی ورکه
څوک یې؟ چی زدې نازولی نشم
ته دځوانی اوپیغلتوب اندازکړی
څوک یې؟ چی خیال ته دی درتللی نشم
په مخ می راغلی لیونی شوم بیخی
څوک یی؟چی زړه می صبرولی نشم
ستاو سینګا رته ښکلې مخ پټوې
څوک یې؟ چی مخ می اړه ولی نشم
له کومی ر اغلې تاته چا وښودم
څوک یې؟ چی زه دی بیلولی نشم
ته په موسکاژوندته عمرونه ورکړې
څوک یې؟ چی زه درته خندلی نشم
ما ته پردې نه یی تنها مه ګیرځه
داسی نژدی یی چی درتللی نشم
نن می غریب زړګې ته زخم ایږدې
څوک یې؟چی زه دې زورولی نشم
موږ د هرچاغمو کې غم نه ګالو
څوک یې؟چی زه دې غم لیدلی نشم
تا دزمان په تجربو کی ګورم
څوک یې؟ چی زه دی رازلوستلی نشم
درته غزلی مست آهنګ ږغوم
څوک یی؟چی پام دی بدلولی نشم
زما نازولي ښایستې پښتنې
زه دی دبل سره زغملی نشم
ته می د زړه هم می دخیال ناوکی
څوک یې؟ چی زه دې پوهولی نشم
ته مو ژوندون ته دامید پیغام یې
څوک یې؟ چی ستا پیغام لوستلی نشم
له سترگو تښتوې خواږه خوبونه
څوک یی؟چی خوب درته ویلی نشم
تا ته هرڅه د شعرپه ژبه ښه دی
څوک یې؟ چی نورڅه زه لیکلی نشم
زړمی راډک سی وایم چیغه کړمه
څوک یې؟ چې زړه درته سپړلی نشم
د دود دستور له شرمه ځان پټوم
څوک یی؟چی ځان رسواکولی نشم
تا ته خاموش دزړه پیغام را وړی
څوک یی؟چی زه درته ویلی نشم
اسحق زی
هرات لرغوني ښار