تـاتـه به یـاره ځـان جـاپــاني ښــــــــــــــــــــکاری
ماته خو د خپل ځان افغـــــــاني ښــــــــــــــــکاری
په شته ژبه خوله کښي دِ پردي ژبــــــــــــــــــه ده
خو ماته پشتو ژبه مـــــــــــــورني ښـــــــــکاری
که ته ماته افغــــــان وُواي که پشتــــــــــون وُواي
ماته خو په هر یو کښي خــــــاني ښــــــــــــکاری
که سُقراط زهر خوری ســـــــــل ځـله دِ وُخوری
تاته دَ پشتون وژل داسي په آساني ښـــــــــکاری
نه به بل کوم منـصـور په دار خــــــــــــــتـلي وُو
خو په ځان کښي راته ځان ځـــاني ښــــــــکاری
راوُښکی مو دی دَ غرونو ســیـــــنو کښي لاري
ژمونږ دبدبه ده داسي چه طــوفاني ښــــــکاری
کانړی مونږه شـلـولی دی پـه یقــــــــــــین سره
دَځنګل زمری مونږ ته دَ لوبو ساماني ښـــکاری
اوس مونږه دَ ځلـیدونکی کاروان رهــــــبران یُو
سمونه ٬٬ تاته به دَ خبره دَ حیراني ښــــــــکاری
ژمونږ بي شمیره شکلونه ژمونږ مختلف مخونه
دَ ټولو رنړاګانو نه مي رنړا دَ مسلماني ښکاری