څو شعرونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40267
فاروق فردا
دخبریدو نیټه : 2010-11-11

د واورو پاغوندې

ځمکې د واورې تر بخمل لاندې ویده پرته ده
توتکۍ زېری د سپرلي یې په مښوکو ګرزي ځای نلري چېرته کینې؟
دونوڅانګو باندې اوس هم لا د واورو پاغوندې ناستې دي.

دشمال ږمنځ

څانګې مې ولیدلې
چې ګرزولو یې پر زلفو باندې
دپسرلو شمال د ګوتو ږمنځ
سږکال به سیوری د شنو پاڼو له شا
وړانګو دلمر ته سترګکونه وکړي.

باده
له کومې لورې ته راوالوتلې
چې زموږ دزړونو د ډیوو سا ټولوې لپو کې
دسا پر ستوني باندې
-دغټو شمعوـ ته دپښو د ایښودلو پر ځای
ایا تعبیر ددې کېدلای نشې
چې یوې کوچنۍ شمعې ته سا وبښې؟

بلاربې هیلې

ستا په لاسونو کې دا څه دي چې درګرده ورانوې پرې زموږ د زړونوکلي؟
ګوره چپه به دې نیولی وي راسته یې کړه چې
د ورانولو پر ځای
ګوندې د زړو د آبادۍ هیلې مو بلاربې شې د خدای له نوره.

ناوې دخداې د نور له وړانګې

رڼې دخدای دنور په وړانګې شولې سترګې زموږ
چا وې چې ناوې به شي
او زېږوي به وچو شاړو کې زرغون فصلونه
خو چېرته زړه یې د تیارو د پلخمان په کاڼي و لګېده
او پر اوږو یې جنازه د بکارت کېښوده بېرته ولاړه.