غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40273
نورعلی شاه ځلبلاند
دخبریدو نیټه : 2010-11-11

تقديره   ستا  په  زولـــــنو  کی  يو  تړلی  خلګ     
د ازل  خوار   يــو  د نصيـــب  يو   پوروړي  خلګ
دژوندون  هره  ناويـــلی  مـــوږته  څنګه راشی
لکه چه موږ ئي پـــه نړی کی يو موندلی خلګ
قسمته ستا د خـــوا خــوږی په ټکور نه جوړيږو
موږ يو دژوند په ســـــرو اورونو سوځيدلی خلګ
ژونــده که داسی يي نو موږته د مرګ لاره ښيه
د هر  ظالم  د زور  په  غشــو  يو  پيو دلی  خلګ
زموږ په چغو اسو يليو اسمان ستــــــړی ښکاری
د عزرائيل  پنجو   يو  وار   په  وار  وهــــلی  خلګ
دغم د پاسه يوبل غم وی راته سترګی پــــه لار
د ځوا نيمر ګو په سلګی کی يو لويي شوی خلګ
زموږ د بخت توره پياله پر سر نســـــــکوره ښکاري
چه هرڅو مـــــــــړه شو  لا د مرګ يو پوروړی خلګ
ټوله   نړی ښـــــــــکاری سلخوږی زموږ دوينو تږي
د ځناورو  په  ځنـــــــګل  کی يو  لويي شوی خلګ
د اصرافيل د شپـــــــــيلی پوکی ته لاسونه مروړو
نور  يو بی واکه بـــــــــی لاسونه  مړی مړی خلګ
دسوئيلی پښتو نخوا چمن څخه