ویرنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40285
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2010-11-13

 

ما دمرگونوپه وطن کي زندگي اخیستې
ښادۍ اوله ورځ له ماخدای پاماني اخیستې

دلته له تاندوجسدونوپاک روحونه خیژي
د عزرایل  پوځونو دلته  نوکري اخیستې

سره پیاله پورته سوه ترشونډودقومیت د رهبر
دا زماوینه  دې ظالم  په بې رحمي  اخیستې

وختونه کیږي هره ټکه  پرسرو رالویږي
وختونه کیږي چي تقدیر مو قرباني اخیستې

هینداري اوس هغه نازک حکیمي نه راښيي
ډېروناخوالو د هغه څخه ځواني اخیستې