په کوم دليل داسې بې کور پریشان پریوتمه
ستا د خوږو سترګو په کوم یو احسان پریوتمه
هم دې نفرت زما د مینې ځالې ورانې کرلې
زه که افغان ومه خو ډیر په تاوان پریوتمه
د محبت په کړکیچنو لارو ولې لاړم
په دغه لاره زه د چا په ګمان پریوتمه
دومره زما د محبت تلې درنې وختې
ستا په نظر کې چې زه څومره ارزان پریوتمه
ته وې چې وموندلې دا د پیرزوینې لارې
زه وم چې ټول عمر په دغه ارمان پریوتمه
د خپل بې تابه زړه په درد باندې ونه پوهیدم
د سوز او ساز د ترنم په مکان پریوتمه
بیا نو ټول په پردو لمبو کې وسوځیدم
چې د اخلاص او صداقت په ایمان پریوتمه
هيڅ اثر نه ؤ ستا په زړه زما د مینې په باب
زه لکه اوښکه دسکروټې په ځان پریوتمه
که ستا په سترګو کې د جرم نښې ومومم څه
تا ته له ویلو څه چې زه مې له ځان پریوتمه