راتلۀ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40317
احمد جاویدمنګل
دخبریدو نیټه : 2010-11-14

شنو  اوبو  شنو  ونو  شور  کاوۀ    راتلۀ
څۀ څپانده  ساز  و    شرنګېدۀ     راتلۀ

تۀ لاړې  د غم پوليسو  ګير  کړم    ستا
 سيوري غوندې  خوا  کې راته تلۀ  راتلۀ

بې وخته لۀ سترګو اوښکې تويې شوې
وخت  کې  د  ژړا  خو   اکثر   نۀ   راتلۀ

ستا  تصوير مې  جوړ  هغو  زرو  نه  کړ
هيلو په دېوال  کې مې  چې  څۀ  راتلۀ

 هسې  په   ظاهر  ښکلا  دې  تېر وتم 
چا  وې ، زما ګنډېر  لۀ  ګله ښۀ  را  تلۀ؟

خوار  جاوېد  زړۀ يوسه بيا پرې لوبې کړه
څنګه  دې   ظالېمې  دا   په  زړۀ   راتلۀ