غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40318
ډاکتر حسن-لندن
دخبریدو نیټه : 2010-11-14

نن دې په سرو شونډو پرونۍ خبرې چیرته دي 
وایه ستا دمینې لیونۍ  خبرې چیرته دي 

وختل تر زړه مې دبیلتون دخاموشۍ ازغي
ستا دپسرلي حسن غوټۍ خبرې چیرته دي 

څنګه به يې مار دپیغلتوب په نځا راولم
نور مې په غزل کې دمستۍ خبرې چیرته دي 

زما به چې د شین زړه په ورشو کې په ټوپونو وې
 هغه ستا بې باکې غرڅنۍ خبرې چیرته دي 

پو به يې لمبې چې په رګونو د(حسن) کې کړې 
ستا دپیغلتوب هغه سپرغۍخبرې چیرته دي