دمهاجرواختر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40320
زهیر بلخی
دخبریدو نیټه : 2010-11-14

 
اختره راغلې خو په شا بیرته ځه
د خندا ګوډیه په ژړا بیرته ځه
دلته دچا په ژونډو نه سپړي ګل
تشه ز ولۍ وړه بینوابیرته ځه
ناوې لاس ایښی د شهید په ټټر
دا دي سرې وینې نه حنابیرته ځه
دمها جرو په خیمو کښې څه وي
ویر دی ماتم او واویلا بیرته ځه
موږدما ښام مړۍ خرو اوښکوسره
نشته خوږه پسته حلوا بیرته ځه
یو د ژړا بل د خندا آستا زی
کله رغیږي زما وستا بیرته ځه
 ببوکمپ پیښور ۱۳۶۳