غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40322
لينا فدا
دخبریدو نیټه : 2010-11-14

چې  راڅاڅي  داشناله نظرڅاڅکي
لکه ګل باندې  پراته دسحرڅاڅکي
څنګه زړه ورته کچکول په مخ کې نکړم؟
تویوي  مې  چې  اشناپه هنر څاڅکي
سپینې غاړې  ته امیل ترې جوړومه
ټولومه د ګلاب  نه  دسر څاڅکي
دلمن داغ دې په اوښکووینځی نه شې
پرې  پراته دي  دا زما د ځیګر څاڅکي
زماخيال   تراسمانونو لينا   رسي
ماشمارلي  دي   دبازپه وزرڅاڅکي