انساني پانګه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40339
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2010-11-15

ماشوم ته ورّکه پوهه! دا پانګه انساني
که یې روزنه وه ملګرې، سي داپانګه انساني
مالي پانګه بسي ورَکّه یاپه تاوان له لاسه ځي
پوهه او روزنه سي په خښته کي مالګه انساني
مال اوروپۍ ټوله لري یوه بڼه ظاهري
د پوهني او روزني، وي اوچته آزآنګه انساني
پوهه داسي پانګه: بار او پېټی نه لري
په هرځای او هرمهال کي درسره پانګه انساني
نه لري تمام نه پېرودل او پېرل کېږي
د خپل ځان او بل لپاره لري ښه وړانګه انساني
ماخو درته ووې دخپل ځان له آزمویني
ښونه او روزنه، ده ماشوم ته ښه دانګه انساني