غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40440
سميع الله تړون
دخبریدو نیټه : 2010-11-24

غزل

 

يا خو زړګی د سړي زړه ماتوي

او يا مرګی د سړي زړه ماتوي

د اسوېلو بلا دې ومه وهه

دغه لوګی د سړي زړه ماتوي

د دروازې د تير نه ډير خفه يم

دغه لرګی د سړي زړه ماتوي

نن دې قدم د سړي ساه بندوي

نن دې منګی د سړي زړه ماتوي

ښکلو تړون ته بيا تړون کړی دی

دغه ټولګی د سړي زړه ماتوي

 

سميع الله تړون