ترخه لګي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40492
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-11-26

نه کېږي  هيڅ  شي  ته  مې  زړه نه  کيږي
ستا خوږو  خبرو  ته  مې  زړه   کېږي
نور نو  انتظار  زما   نه ، نه     کېږي
ګوره  چې  اخر  به   نو اوس  څه   کېږي
مه  وايه  چې  اوښکې  مې  عبث   لاړې
للمه   کې   ګلان  په   بارانه     کېږي
هر چا  نه  چې  سا  عزرايل   اخلي     نن
شک  يې  د قاتل  په  پښتانه   کېږي
نه مې  لاس کې  توره نه  لښکرې شته
ستا ګټل  اټکه  اوس په  خوله  کېږي
     / کامه