دحافظ دشعرژباړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40543
محمد سرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2010-11-28

خبرسه اې ساقي! په ږغ د لوښي دشرابوچي راځي
چي وه ړومبی مینه اسانه، ولي نواوس ستونزي راځي
په بوی د ختن مشکوبې، شمُورخلاسي کي زولپاني
د توروکږو زولپونه یې،په غَړَمبا دوینوډک زړونه راځي
وي ماته په انګړ کي د جانان،دَمّهَ خوشالي هم هرګړی
زنګ باسي بیا ږغونه، چي تړلي کجاوې کله راځي
چوخه کړه په شرابو غوټه ،که لارښود ووایي درته
رهبر نه وي بې خبر ، داستوګني له دودونو چي راځي
د توري شپي او له داهسي څرخاوي څپود ډاره
کله پوهیږي په حال زموږ،د ساحل ارام کسان چي څه راځي
ټول کارله خپل سرۍ مي، واوُښت و بدنامۍ ته
دا راز به پټ سي کله ، چي له هغو تَیّاري غونډي بیاراځي
که غواړې نږدېوالی، پوټېږه مه ځني حافظه
ډالۍ نه ده نږدېتوب ددې دنیا، ځکه پمن کاره ځني راځي

د حافظ غزل:
الا یا ایهاالساقی اَدِرکاساً وناولها
که عشق آسان نمود اول ولی افتاد مشکلها
ببوی نافه ای کاخر صبازانطرهّ بګشاید
زتاب جعد مشکینش چه خون افتاد در دلها
مرا درمنزل جانان چه جای عیش چون هردم
جرس فریاد میدارد که بر بندید محلمها
بمی سجاده رنګین کن ګرت پیری مغان ګوید
که سالک بیخبر نبود ز راه و رسم منزلها
شب تاریک و بیم موج وګردابی چنین هایل
کجادانند حال ما سبکساران ساحلها
همه کارم ز خودکامی ببدنامی کشید آخر
نهان کی ماند آن رازی کزو سازند محفلها
حضوری ګر همی خواهی ازوغایب مشو حافظ
متی ما تلق من تهوادعِ الدنیا و مهملها

سمون:
د «اَدِر» پر ځای چي په ار کي« نیشتر» ته وایې ما«ږغ» دشعرپه ژباړه کي راوست.
د حافظ دشعر قافیه او ردیف مي په ژباړه کي «راځي» راوست داځکه چي په پښتو
ژباړه کي ددغسي قافیې جوړول ستونزمن کار وو.