لالونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40564
امان الله نصرت
دخبریدو نیټه : 2010-11-29

تيارو زمونږ د چم سپينه سپوږمۍ ده رانه وړې
بې رحمه خزانونو ګل غوټۍ ده رانه وړې

اي وخته ستا له لاسه پر سر خاورې بادومه
سپيروسپيرو سيليو دې کيږدۍ ده رانه وړې

رقيب راته په رو غوڅوي د زړونو مراندې
د جنګ خوني ديوانو ښاپيرۍ ده رانه وړې

دا څوک مې ورانوي د ځوانو هيلو منارونه
دا چا مې د خيالونو شهزادګۍ ده رانه وړې

ما پريږدۍ چې ژړيږم او د غم ترانې وايم
د بر کلي دښمنو درخانۍ ده رانه وړې

هر څه يې رانه يوړل که ياقوت وو که لالونه
دا چا زما د غرو مسته هوسۍ ده رانه وړې

د غم په تبر مه وهۍ زما د خيال نښترې
دا تاسو خو مماڼې او څيړۍ ده رانه وړې

د پيغلو د بنګړو شرنګار چې نه راځي ګودر نه
اغيارو مې د مينې ليونۍ ده رانه وړې

دا چا مې د صابر ملنګ غنم په اور سيزلي
دا چا د احمد خان د ننګ پګړۍ ده رانه وړې

دزړه کشمير مې بيا د غم هندوانو تسخير کړى
د اوښکو سمندر د ژوند بيړۍ ده رانه وړې

نصرته ستمګرو راته هيلې کړلې خاورې
حالاتو د خپلواک احساس نړۍ ده رانه وړې