وسۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40580
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2010-11-30

ښخ دې په ځيګر د چا باڼه ښکاري
سترګو کې دې بيا وينه د زړه ښکاري
کله چې نښتر پېغله راوړي  کور ته
کلي کې هوسۍ غوندې د غره ښکاري
څنګه مې د خون ، نه منکرېږې  ته
سره خو دې له ورا   لا  سپينه خوله  ښکاري
ستا د مخ  شغلو شپه ورکه کړې ده
ستوري په اسمان کې ځکه نه  ښکاري
راکاږه زخمونو  نه مې  ښه وينه
څاڅکي دې په شونډو باندې ښه ښکاري
تا ته خو اټک جانانه  ، نه ښکاري
ما ته خو يې خاوره هم رانجه  ښکاري
  /کامه