غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40657
غلام رباني فياض
دخبریدو نیټه : 2010-12-04

چې ماښام شي نو له بامه راښــــكاره شي
د سپوږمۍ غوندې ناپامه راښــــكاره شي
دلـته ټول زړونه دكــــــركې ځنې ډك دي
زوروه  بې  ســــلامه  راښـــكاره شـــــي
ته  بـه  وايې  د نــــړۍ  واكـــــمنه   داده
بې پروا وي ســر عـــامه راښـكاره شـــي
په ســـــاړه ژمي نويد د ســـپرلي راوړي
تك ســپين ګل چې له بادامه راښكاره شي
له مودو ورك ؤ فياض بيرته راستون شو
ګوندې څه يې لــــه كلامه راښـــكاره شي