زه د جنګ په سرولمبوکې دژوندلاريم
زه د خپل وطن دسولې اوستا کار يم
هيوادوالو ته دښه ژوند انتظار يم
زه جنګ نه غواړم دسولې خريدار يم
****
ما کتل دجنګ وختو کې چې ژړلي
د مجبورې نه خپل کورکلي نه تللي
زما وطن کې د ټوپکو واکمني وه
ژوندون نه وه دسروسوداګري و ه
****
د مغروروقاتلانو واکمني وه
زمونږ کلي د جنګونو بمباري وه
هره ورځ به بيګناه خلک شهيدو
هره ورځ به د ټوپک حکمراني و
****
يو به ويل چې دسورمخو طرفدار يم
بل به ويل چې دشنو سترګوخريدار يم
يو به ويل چې په ډالرو ژوند جوړيږي
بل به ويل چې د پنجاب دغاړې هار يم
****
جنګ لمبوکې عالمان مو در په درشول
د وطن ټول سيمه غر دجنګ سنګر شول
افغا نان ټولي مجبور کډه په سرشول
څو خرڅ شوي غلامان دوخت ليډر شول
****
د نيستی ،نفاق ، جنګونو وچکالي شو
قانون نه و د ټوپک د خولې ياري شو
جهالت فضا خوره شوه په ټول ملک کې
مکتبونه فاکولتی هم بم باري شول
****
چا جومات ته وارول لاسي بمونه
چا يزيد سره ورکړي کړي و لاسونه
څو خرڅ شوي ليډران مو غلامان شول
چا لمبه کړل د جومات ټول کتابونه
****
خوږ وطن مو دشيهد بيګناه ګور شو
په وطن کې اوازه د کفر خپور شو
کوم ظالم چاړه په لاس ځوان يي حلال کړ
د شهيد(١) دمورپه زړه دغمو زورشو
****
چا به وويل ډيرغوښتلی مسلمان يم
چا به وئيل چې د جهاد دسنګر ځوان يم
ډلي ډلي د ټوپک قومندانان شول
څوک دشرق اوڅوک دغرب په لورروان شول
****
ژوندون نه د وحشت په لور سفر و
خندا نه و تش په نوم باندې اختر و
ډير د لوږی نه مجبور او در په درو
ځنې ځينې د ژوندون نه لاس په سر و
****
جنګ غمونه مې چې وليدل غمجن شوم
د انسان غوښه سپي (١)وخوړل خوږ من شوم
دی وحشت د زمانې ته هم درد من شوم
په سلګو سلګو کډوال د بل وطن شوم
****
د مجبورې نه کډوال شول د ملکونو
مساپردخپل وطن شول د تورغرونو
قيامتي شول ديدنونه وپلار مور ته
ځينې پاتی د پردي وطن پيغور ته
****
ځينې وايي بختوره کاناډا کې
ياهغه چې ژوند يي جوړدی اروپا کې
يا په عيش کې چې څوک اوسي امريکا کې
طالی مند دي چې اوسيږي بل دونيا کې
****
خو زه وايمه چې اې قومي مشرانو
رحم وکړئ په پرديسو افغا نانو
سوله جوړکړئ چې وطن ته راسانه شو
يوخپلواک ښکلې ګلشن ته راستانه شو
****
پسرلۍ د مينې بيا به را ژوندی شي
ننګرهار د سولې کور به مې زړګی شي
ځوانيمرګ ارمان (٢)ته ډيري شمعی وړمه
نارنج ګل به مې دغاړۍ غاړه کۍ شي
****
چې يو موټۍ اوپخلا ټول افغانان شو
تمدون اوترقي په لورر وان شو
نه به جنګ وي نه دجنګ وحشت وختونه
د حفيظ د سولې يون ته اتلان شو