زما درد ونو کړ ا و نو ته دوا مور جانی
راته پنځه وخته لمانځه کی کړی دعا مور جانی
زه دی د ډیر و احسا نو نو پوره وړی یمه
خدای دی ژوندی راته لره په دی دنیا مور جانی
ماته دی ژوند او خوشالی څومره په ویاړ را کړی
مهربانی دی څومره ډیره ده په ما مور جانی
زه چی ماشوم وم راته یاددی چی مرض به شومه
زما د هر فریاد سره وه ستا ژړا مور جانی به
په ډیرنازونواوخوښی به دی روزلمه زه نه پوهیدم
هروخت دی کړه راته په ورین تندی خندامورجانی
دا خو رښتیا ده چی جنت د مور د پښولاندی دی
زه ښکلوومه ستادپښو گرد په رضا مور مورجانی
تل یی نصیحت را ته کو لو د نیکی په لوری
ډیره ښکلا وه ستا خبرو کی رښتیا مور جانی
ستا په روزنه کی زه څومره لوړ مقام ته لاړم
بخښنه ډیره کو ه ما کړی خطا مور جا نی
زه (حیران) که تری هر څومره ځان قربان کړ م
حق دی گران دی راته عفوه کړه زما مور جانیی
کامه وال له تهرانه