غوره ويناوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40715
سيداحسان الله الهام
دخبریدو نیټه : 2010-12-06

چي ترنيمې شپې دفسق اوفجـورکار كـړي
هغـــه کله بيـــا لمـــونځـــونه  دسهـــارکـــړي
په اخلاص چي دتوحيــــــــــد پر لارروان شي
کاميابي به يې په لاره انتظــــــــــــارکــــــــــړي
که درياب شي ټـــــول رنګـــــونه لابه وچ شي
که قلـــــــم څـــوک دالله په صفت ګارکـــــــړي
په خـــواږه خـــوب به ويده وي په لحد کښې
چي له کاره ولمـــونځـــوته څوک تلوارکړي
په محشــــربه يې مختـــــــور زړګى زهير وي
دسنګـــرپه رازخبر چي څوک اغــــيـــارکړي
خــامخــــــابه يې خــــــارونه تـــرپښـــــو وزي
چي دبل وپښو ته جـــوړه دځــــــوځ  لارکــړي
هغه کله په صـــالحــــــــــــــوکښې حساب دى
دشيطــــــــــان په اشـــــاروچي تل رفتارکـړي
په  عقبى بــــه يې دبــــــــدومســــئــول نـــه وي
داولادپه ښـــو او بدو چي څــــوک څــــارکړي
پاک الله به يې په اوردســقـــــــــــــر ســـــــوځي
په دنياکښې چي څوک موراوپلارآزارکــړي
په محشــــــربه داپي ښامـــــارخـــــــــــورک وي
په لفظــوچي څوک چيچل لکه ښامارکــــــړي
دالله په لـــــــــــوى دربارکښې به قبـــــــــول شي
څوک چي ځان دپاک قران دفاع کښې جارکړي
بيداراوسۍ ددښمن کــــــــومـــــــــــک وي هسى
لکه لْمــــــه چي ښکاري په غـــــوښـــو بـــارکړي
دلاوردى معـــــــتبردى ګـــــــــران :الــــــهــامــــه
پر ظالـم مشرک چي څـــــوک دتوري وارکــړي\