بــــــــــــــینوا دې بینوا نه شي هیڅکله
بندول یې په رښـــتیا نه شي هیڅکله
بینوا د پـــــــــــــښتنو د زړونو کور دی
پیدا کړی یې پښتون ولس کې شور دی
لمر په ګوتو نه پــــــــــــټېږي ای نادانه!
ته دې خپلې سترګې پټې کړه جانانه
که هنداره ماتوې مخ به یې ورک شي
پکه کی به په دې خلکو کې لا سپک شي
د زمرو ځــــــاله کې مه وهــــــــه لاسونه
ای کمبــــــــــــخته! ځانته مکره غمونه
بیـــــــــنوا چې بندوې خپله به بند شې
په عالم او په قـلم کې به ریشخند شې
بیــــــــــنوا زمونږ د زړه دردونـه کاږي
نړیــــــــــــــوالو ته زمونږ غـمونه کاږي
ستمي ویب پاڼې وګـــــورﺉ واکـمنو!
چې څــــــه لیکي په مشرانو په پتمنو
خپل وژونکیا دپردیوو خــــدمتګاره!
ولې ورکه ده لـه تانه ســـــــــــــمه لاره؟
بیـــــــــنوا د رقـــــــــیبانو سـر خـــوړلی
هلــمندی ورتـه ولاړ دی مـــلا تړلی