فلسفي راز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40885
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2010-12-15

د ځلمَیوکړنــلار ه سـرښتـه
دا دسقراط له ویـــلو نــه پوښته
د رښت اوعدالت په پوهېده
د افلاتون په کتابونوکې پوښته
ښه راز د خوښۍ اوښې ګڼه
داځواب د ارسطو څخه پوښته
د صوفیانوتګلاره اوپښویه
درحمان باباله کتابو،نه یې پوښته
دقلم او توري ،واړوغلبله
د خوشال خان له کلیات نه یې پوښته
د نازک خیال او رمز خبره
د حمیدله دورمرجان څخه پوښته
پښتوژبه خوږه لا هم درنه
د حمزه بابا له دیوان ،نه یې پوښته
دا راز،لا ټوله نه ده فلسفه
دا نور یې له پوهانو نه پوښته
ماکړه دلته لنډه دا خبره
اوږده یې بیا له نورو نه پوښته