مه مې تړه خوله سړيه پرېږه چې غږېږمه
زه د سولې غږ يم بې غږۍ که هم خپرېږمه
ژوند زما تېرېږي د غمونو په سکروتو کې
زه د اور لمبه يم که ونه سوځم سړېږمه
زه يم چې ستا کور دی د خوښيو د رڼا خونه
زه دې رڼوم ژوندون زه شمع يم بلېږمه
نن زه، سبا مې لور بيا مې به لمسۍ راشي
زه د ژوند ناره يمه پېړۍ پېړۍ پاتېږمه
ما دي زېږولي احمدشاه، خټک، ميرويس، هوټک
زه د نړۍ مور يم د جنت په سر ګرځېږمه
ته د ظلم غږ خو زه د صبر پراخه دښته يم
څومره چې تۀ اوچت شي هومره زه هم پراخېږمه
هسې خو تاريخ اوږدو کلونو کې ځپلې يم
بيا لکه ملاله د تاريخ زړه کې ځلېږمه
ځمه پر مخ ځم که څه هم لارې ته مې خنډ شې ته
زه د ګهيځ لمر يم په هيڅ وريځ نه ايسارېږمه