بیامی دزړه ژبه کی دمینی نغمی پاتی شوی
شپی دګوډو هیلو کی داوښکو کیسی پاتی شوی
تاویل قربان دی شمه ووایه حالونه نن
ورکه د خاطر سره په خوله حوصلی پاتی شوی
ځان نه شوم بی باکه دتسل په اوښکو ډوبه بیا
ستا دلمن غیږ سره په سرکی نشی پاتی شوی
دا څنګه شیبه وه چی مو ستورو دزړه حال لیده
ستا رڼا دمخ ته می له یاده ډیوی پاتی شوی
سترګو می یقیین ستا دلیدو په نظر نه کاوه
څاڅکی څاڅکی اوښکی رانه ډکی پیالی پاتی شوی
ما وی د زړه غوټه د کلو به درته وسپړم
لیری شوم له ځانه رانه تللی شیبی پاتی شوی
ما ویل په خوله به نن خبری دزړه وکړمه
هیرشوله هرڅه رانه خوږی او ترخی پاتی شوی
وګوره لمبو دلیونی مینی څه کار وکړ
دادی په ګوګل می راته خاوری ایری پاتی شوی
نه ومه خبره چی داخوب وو زه ویده ومه
څه یی شو تعبیر راته په زړه می ګیلی پاتی شوی