نه پو هېږم چي به کله ورک سي غم
نه لږ یږي ، نور ډېر یږي نه سو کم
نه څوک آوري زموږ د ساندو آواز ونه
نه را ګر ز ي په ژړ ا وو د عا لم
نه مي څوک ګیله مني ، نه مي خبره
که شکوه کړو بیا وهل دي هغه دم
بې انصا فه ترآزو کي سز ا و ینم
داسي نه غواړي چي خپل مېزان کړوسم
هم ګناه زما ، هم زه یم فرېب کاره
ځکه نه کوم زه کار په فر ېب او چم
پر یتیم ملت ډ بري دي آو ر ېږي
شفقت نسته راته جوړ دی لوئ ماتم
زړونه ډېر دي زخمي سوي دوا غواړي
نسته څوک چي باندي ووهي مرهم
زماپه غوږ کي دی زګېروی دمظلومانو
وای! ژوندي یو خو، ورک نسو لا ستم
!اوس په کومه ژبه شعر لیکې رحیمه
نه په خوله وېل راځي نه په قلم