دا ته څه فکر کوی په ما دی څه ګومان کړی دی
زه هغه افغان یم ما حکومت په ټول جهان کړی دی
که المان دی که فاریس دا وی پخوا خبری
زما غیرت ته خو سلام هم اصفحان کړی دی
که می سر غوڅ ای غلیمه بيا ی هم نه پریړدم
خاوره ساتم د بلا مخ ته می خپل ځان کړی دی
په خپل لاس می وؤ لوی کړی نن هغه ماشومان
وای ته کافر ندی پریږدم دا می اعلان کړی دی
ملا بښنه غواړم یوا پښتنه لرم
د دوی په غوګ کی چا اذان کړی دی؟
(شفقه)میلمه ی خپل وینه د بل ورکوی
همدغه کار کی خو سلام ورته شیطان کړی دی