په منبرراته قيصې دکربلا کړې
نارې چيغي دحسين دعاشوراکړې
مخ،ځيګرپه لاس وهي دحسين حب کي
ښه دي زده چي خلګ څنګه په ژړا کړې
ديزيداودشمردظلم وائيي
معاويه لره په څه ښکنځل رواکړې
تاعلي،حسين خدائي ته رسولي
وصديق،عمر،عثمان لره بدواکړې
دحسين دحب نارې دي په دروغ دي
زړه کي مينه ديهوداونصاراکړې
تاعلي،حسين په وينوکي لت،پت کړه
پټ خلوت ابن ملجم سره بيابياکړې
دنفاق تخم پاشلۍ دي امت کي
فعل،عمل ديهودي ابن سبا کړې
هم علي اوهم حسين درڅه بيزاردي
په سرداب کي امامت ته چي بناکړې
که په لاره دحسين دي قدم اخلې
ښه هم داچي نن توبه دي په رښتياکړې
١٦،ډيسمبر،٢٠١٠
متحده ايالات،کلفورنيا