ز ړ ه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40971
غ – فا روق
دخبریدو نیټه : 2010-12-19

زړه چي په مينه سرشا ر نه وي زه دا زړه څه کوم
زړه چي زما په ا ختيا ر نه وي زه د ا زړه څه کوم

په هغه  زړه کښي چي د  ميني حفا ظت  و نه  شي
زړه چي د ميني پر لا ر نه وي زه د ا زړه څه کوم

زړه چي په زړه  کښي  د مينو زړو پا لنه  نه کړي
زړه چي د بل په ا  بتکا ر وي زه  د ا زړه څه کوم

چيستا له ميني ميپه زړه کښيزړه محشرجوړ نکړي
زړه که ميهرڅه خد متګا روي زه د ا زړه څه کوم

زړه چي د ميني اوښکي خپل په لاسو پا کي نکړي
زړه که د ميني تود با زا روي زه  د ا زړه څه کوم

زړه  چي  د ميني ا و ښکلا  سره  خپلوي  نه  لري
زړه چيد زړونوڅخه ا زا روي زه د ا زړه څه کوم

زړه  چي د ميني ا وا ز وا نوري د  زړه په غو ږو
که د مينو زړونو پلا ر وي  زه  د ا  زړه  څه  کوم

زړه چي په زړه کښي را زونيا زد ميني ونه سا تي
که  د مينو زړو سا لا ر و ي ز ه  د ا زړه  څه کوم

زړه چي د چا په خوږوخوږ نشي دا څنګه زړه دئ
چي زړه د زړونو څخه بېزا رويزه دا زړه څه کوم

چي ئې حک نه وي د حق مينه په زړه کيسرترپا يه
که  د ا زما زړه شهريا روي ز ه  د ا زړه  څه کوم

چي د  توحيد  په کلمه زړو نه  تو حيد نه کړي زړه
که د سمسور با غو مليا روي  زه  د ا زړ ه څه کوم

زړه چيد زړه په کورکښي زړونو لره ځا یورنکړي
چي زړه له ښو څخه پرکنا روي زه دا زړه څه کوم

زړه مي هروختکوي په زړه کښي هرکلې زړونوته
که د ا فا روق پر کږ ه لاروي زه  د ا زړ ه څه کوم