ستاکه غرونه اند ېښنې زړه کي ځاییږي
ما در نیسه ! چي له تنه مي ساه خیږي
توره شپه ده مزل ستړی منزل ورک دی
کله ؟ څنگه ؟ چیري دا کاروان رسیږي؟
د مینو زړونه څاڅکي د سرو وینو
خیال یې ساته چي نازک دي ژرماتیږي
عمرخپله یوالهام د تاوده لمر دی
دا واورین اننگي ژر زبېښه ویلیږي
د ژوندي گلاب خاصیت استقامت دی
چي خزان شي بیا د باد پراوږو لویږي
که هارون له دغه اوره ژوندی ووت
دغه اوربه دهارون په لاس مړکیږي.
10-12-15
کابل