زړه مې نن خفه دى د وصال سندرې نه وايي
حال د لېونتوب ته نن د حال سندرې نه وايي
ډېره موده وشوه، چې جانان نه خفه شوى يم
مينه لا ژوندۍ ده د زوال سندرې نه وايي
اوس هم دجانان د راتلو تمه لا موجوده ده
سوز د زړه مې آه ته د وبال سندرې نه وايي
غږ د نغمې ګونګ شو که مونږ په غوږو نه اورو
يا خو دا رباب راته د شال سندرې نه وايي
زمونږه د دېرې ستار، چې وسو په لمبو کې نن
نور به نو نقيبه د خوشال سندرې نه وايي