ماشوم توب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41067
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2010-12-25

کشکي بيا ماشوم سم کاغذ بادپه لاس کي ځغاستی
پرډګرونومي د کلي، په پښو باندي پر ځغاستی
کاغذ بادمي په هوا کړای،دزړه په مینه او خوښۍ
تار مي ورکولای ،لاندي پر هواره پسې ځغاستی
یوځلي به پورته تلای ،بیا به په څپوکښته راتلای
ماشومانوکړای ټوپونه، زه هم هسي پسې ځغاستی
نارې سورې به مي وهلای، دا زما دی کاغذباد
ځڼکیانو به کړای منډي، کاغذ باد پلاس ځني راځغاستی
بیا به مې کړای لوبي کاغذ باد به را نه هېر وای
هلکان په منډو چغو، په هر یوه پسې به ځغاستی
کرې ورځ به وای په ځغاسته دلته هلته په هر لور
زماستړيابه مور رانه پوښتلای، ولي به زه ځغاستی؟
نوره دنده به مي نه وه ،بس ښوونځۍ ته به نوتلای
د لوست کېده رانه پوښتنه، بیا اجازه وه راته ځغاستی