پښې مې د ولس ځار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41145
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2010-12-28

طنز
پورته پر   تخت  ناست وه څه بزرګان
جامونه په لاس ورته ولاړ وه ساقیان
بزم  وو د رندانو ، خمار  او شراب
تاوده په سیخ پيلي راتله ورته کباب
څه  وه خر مسته څه وه  بې خوده
څه د ساقيانو  په غیز  کې پراته بې سده
لاندې خلک په وینو کې لغړیدل
د وسپنې دباران لاندې اوسیدل
بوغارې وې د لوږو تږو  یتیمانو
نارې وې  د ګریوان څیرو افغانانو
چیغې وې غوڼ غوڼ  وو د ببرسرو
هم  کوکارې   وي د  بورو او و رارو
راغلی یو باتور تاو بریته ځوان
ویل یې له تاسو خلکو به ځار کړم ځان
دا برزګان لکه ګیدړه ویني هر شی خړ
یو هم نه دی د دې ولس له غمه مړ
زه ستاسو اخلم  په نره غچ او انتقام
داخلک نه ارزي په دې ارګ او مقام
دا ټوله زه پیژنم  دي توپکمار
د  انسانانو د سر و نو دی بیوپار
لاره راکړئ خلکو زه پورته ورځم
دوی  یو یو لاندې را غورځوم
دوی رانډه دی په ولس نه دي ویرجن
په حالد  ځوریدلوخلکو نه دي ویرمن
یو یې تورمخی مخبر دی  هغه اړخن
دابل يي سپین جابر دی غوښن
دا دسلیمان دی پيریان او دېبان
خبر شوی دی په مرګ د سلیمان
ګټه اخلي د ولس د ناپوهې بې وزلې
پوره کوي  د بادار هېلې او غوښتنې
تاوبریته ځوان ورغی پټې ته د تخت
چې د ولس راسته کړي  دا  چپه بخت
 باتورتاوبریته ورغی نژدې زینې ته
ویل یې ولاړې برچپکې پيرې ته
زه هغولوټمارو ته  اودس ورکوم
د هغه  داړه مارو برزګانو اودس ماتوم
برچپک پیر ه دار ورته ویل  ډیر ښه
راوښيه موږ ته  د پورته تلواجازه نامه
تاوبریته ول څوک ورکوي اجازه
دچا په امضا  راوړم تاسوته  نامه
ول په هغه خیمه کې دی کومندان
له  هغه راوړه موږ ته یو فرمان
ځوان په تراټ ورغی هغې خیمې ته
ول کومندان صیب ځم پورته میلې ته
کومندا ن ورته ویل د قانون په اساس
باید ولیري  دوسیه د غبن او اختلاس
ځوان ویل  دولس دی ځار شي سر زما
ځم اختلاسونه کوم راځم ډیر ژر بیا
رایي وړ هغه دڅارنوالی صورت د دعوا
د لومړی پيرې تیر شو بې سروصدا
په دویمه زینه کې ولاړه  وه بله پيره
هغو غوښت د بډو اخیستلو شجره
ځوان ویل  دولس دی زما خیټه شي  فدا
د حق لپاره پوره کوم دا ټوله  مدعا
دهغه تیر شو له دې ، مخکې  بله وه پيره
هغه  بیاغوښتل د قتلو نو دوسیه
ځوان ویل  دولس دي زما پښې شي  فدا
ولاړ مړه يې کړه څو بې کسه  بې صدا
د هغو د ورثو يې راوړه پاخه سندونه
داسې وسا چې حلال کړی یې وي پسونه
له دې پيرې هم ځوان تیر شو  چابک
بله پیره یې ولیده سره د برقي سوټک
هغو غوښت سند دمخبري او ګوډاګي
د اروپايي هیوادو، سیا یا  د ګاوندي
ځوان ویل له ولس دی ځار شی  مال زما
زه ورته تر سره کوم هر کار نا روا
دا موقف یې تر ټولو ژر تر لاسه کړ اسان
وسا شو  په رسیدو پورته تاوبریته ځوان
ځوان ویل اوس به وګورم له دې مکارو سره
زه به جوړ شم ددې روي خونکارو سره
دا ټوله سندونه یې ورکړه اخیر مامورته
هغه وړاندې کړ دی د لوړ مقام  حضور ته
ویل  ځوان زما دی ځار شی ټول وطن
زه جوړوم  له دې وطنه باغ عدن
ځوان کېناست د بزرګانو تر څنګ
ویل لاندې وګورئ څه   ناتار دی د جنګ
مشر وکتل لاندې ویل  چیري دی  ناتار
وګوره  هر چیري میله ده او بنډار
ټولو بزرګانو لاندې وکتله په خندا شوه
په چکچکو دربنچکو او واه واه شوه
مشر لاس تیر کړ پر  خپلو خرېیلو بریتو
ول دا ټوله  کمال دی زما ددې سړو
ځوان وکتل په اریاني لاندې یو دم
ولس خوشاله و نه  یې درلود هیڅ غم
لاندې جشن و خنداوي او میلې وي
  د څوڼو ملي اټنونه او نندارې وي
دسولې کوتر ې ګرځيدې د هغو په سر
پر هغو يې  جوړکړي  و د خوشالی غمبر
سپينې هګۍ یې  اچولې پر ولس  له هوا
ماشومانو  لکه پنډوسکي نیولې له فضا
پورته د لاپو باټو کیسې شروع وې
د وطن د چورولو عصري نسخې وې
ددوی په خبرو تاو بریته  ځوان وپاریدی
هغه هم د  بزرګې ازلي  خوند  وننګېری
هغه هم پورته کړ د ولس په خوشالۍ یو جام
ول زما له پلاره په ارث اخیستی دا مقام
داتاوبریته  باټو هم اخته په ساتیرۍ شو
په ټوکو ټکالو مستۍ او شوخۍ شو
د بهره راغي یو بل ږیره خرېیلی ځوان
ویل زه ټولوم ددی لوتمارو د ستر خوان
پونده راکړی چې هلته  پورته وخیژم
زور د خلکو او ولس هغو ته وښیم
نه پوهیږم ولس له چا وکړي ګیله
توپک په خوب کې ورته شي اخیر کیله
 یو سترګې دلته د دو سترګو  پاچا شي
د سلو اوښانو دلته  یو خر رهمنا شي

کنايي
 اودس ماتول( بدی خبری ورته کول)،اودس ورکول  (سپینی خبری ورته کول)
غوڼ غوڼ ( رینګ رینګ ژړا)