ناپوهي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41207
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2010-12-30

ناپوهي ده ناروغي، کاموځان ځني ساته
که هر کام وو په اخته ،بوله ټول کاروني آباته
څه ښه يې ویلي بیا، زموږګرانو اولنو
سل سمنده وښنځه، خودیوناپوهه ځان ساته
خُوَږه وي ناپوه ملګری،ځان ځني ګواښه
پوه غلیم لا ترده ښه وي،دا خبره غوږ کي وساته
د ناپوهۍ به نسې مخ،دښوولوپه هرګون
داهرګوره بده ناروغي، ځان او کام ځني ساته
چي ګورې سر او ونه به لري لکه انسان
سر ټنبه به درته ګوري،خدایه! ټول ځني ساته