دپښتون ځوان میډال

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41210
سیدشاه خروټی
دخبریدو نیټه : 2010-12-30


څوک مي پرون څوک راته نن یادوي
د بې وسئ ماته پیغور راکوي
له حقیقت نه سترګي پټي ساتي
هره خبره یې ډیر زور راکوي

وایې چي ته څه او نیکه دي څه وو
په هغو نیم شان ته جهان اباد وو
یو په دهلي باندي حکومت کاولو
په بل مشهد او اسفهان اباد وو

خو دوی خبر نه دي زما له حاله
څومره بې وسه او بې کوره یمه
په ژوند مي هیځ خوشئ لیدلي نه ده
کله چي مړ هم شم بې ګوره یمه

ټوله نړئ کي هیڅ دوست نه لرم
نه لارشوونکی راهنما لرمه
هیڅ چامکتب به هڅولی نه یم
وایه ګیله به زه له چا لرمه؟

خو ما هم ځان ته یو میډال ګټلی
نه مي نیکه نه مي بابا ګټلی
دا مي د خپلو مټو زور انعام دی
داسي میډال نه ده بل چا ګټلی

چي به هر چا ورته په سپکه کتل
خپلو پردو به ډیر زر هیره کړله
که به یو چا ورنه پوښتنه وکړه
دغه پوښتنه به یې تیره کړله

خو ما راواخسته راخپله مي کړه
دې ته مي نوم او خپل نشان ورکړی
وله ګونګئ په ږغیدا مي کړله
خوږې پښتو ته مي خپل شان ورکړی

-لندن