غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41225
اصغر اکبري
دخبریدو نیټه : 2010-12-31

ګولۍ دوخو ړې په څنګ څنګه راوغورځېدې؟
ته خو يو څلی وې د ننګ څنګه راوغورځېدې؟

تا خــــو دپيغلـــو په ټټر پراخ ټالونه وهـــل
  په ځمکه نن  لکه لونګ څنګه راوغورځېدې ؟

ژڼيه ټوپکو خولې ته تلې له پښو مې ونيولې
زما په غيږ کې داسې ړنګ څنګه راوغور ځېدې ؟

ښايي چـــې سپينو مړوندو له تا ساتنه نـــــه کړه
ته وې دشنو بنګړيو شرنګ څنګه راوغورځېدې ؟

تا خو دا چټې پيغلې ټولې په ژړا ستړي کړې
په دغه کلي لکه جنګ څنګه راوغورځېدې ؟

دا رقيبان د که توسونه له ميدان پورته کړل
( اصغره ) ته پارو کې رنګ څنګه راوغورځېدې ؟

 خوست