تاګورم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 41289
رڼا مومندی
دخبریدو نیټه : 2011-01-05

دزړګی غوټه سپړوم چی په کی تا وګورم
ډیوی داوښکو بلوم چی په کی تا وګورم
زړه راته وایی چی ته ستوری داسمان شولی اوس
نن بارانونه تویوم چی په کی تا وګورم
تا راته مینه له دردونو سره وښودله
اوس دی غمونه یادوم چی په کی تا وګورم
ای د دردونو مساپره تاته یاد دی که نه
رنګ د ګلونو یادوم چی په کی تاوګورم
ستا دنصیب چنار یی تل چی په منګلو کی وو
هغه بادونه یادوم چی په کی تا وګورم
نن د بیلتون په هری څړیکی کی دننه ګوره
هغه ټپونه یادوم چی په کی تا وګورم
نن د ناښادو ارمانونو په لمن کی ورکه
ستا ارمانونه لټوم چی په کی تا وګورم
زه لیونی ستا د لټوڼ په سوچ کی ورکه ښکارم
بیا می خوبونه لټوم چی په کی تا وګورم!

دمرحوم پلار په یاد کی می